اتریش کې د ایران د سفیر له کوره بهر یو کس په ډزو ووژل شو 

د اتریش پولیس وايي، د دې هېواد په پلازمېنه ویانا کې د ایران د سفیر له کوره بهر هغه مهال یو کس په ډزو ووژل شو چې نوموړی له چړې سره په ساتونکي برید وکړ.

د ویانا د پولیسو ویاند هارالډ سیوروس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، دا ۲۶ کلن بریدګر وروسته له هغې چې د سفیر د کور مخې ته په خوندي غرفه کې د ناست ساتونکي له‎خوا پرې ډزې وشوې، ځای پر ځای وژل شوی دی.

د پولیسو په وینا دا برید چې تېره نیمه شپه د استوګنې په یوه سیمه کې شوی دی، په‎کې ساتونکی هم پر مټ ټپي شوی دی.

دم‎ګړۍ د بریدګر انګېزه نه‎ده معلومه.

د استرالیا د دفاع وزارت ویاند ویلي، داسې نښې نېښانې شته چې ساتونکي د اصولو په چوکاټ کې چلند کړی دی.

بریدګر په ویانا کې اوسېده، خو په اصل کې د اتریش د ټایرول سیمې اوسېدونکی ښودل شوی دی.

د ویانا پولیس وايي، تر پېښې وروسته‌یې دغلته د ډیپلوماتیکو د نماینده‌ګیو شااوخوا امنیتي تدابیر زیات کړي دي.