چارواکي: په غزني کې ۱۴ وسله‌وال مخالفین وژل شوي

په غزني ولايت کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د دولت د ۱۴ مخالفو وسله‌والو د وژل کېدو او ځينو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى.

د دغه ولایت د والي وياند محمد عارف نوري نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو دغه بریدونه تېره شپه په اندړو او ده یک ولسواليو کې کړي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه‌دي ویلي.