د کندهار چارواکي وايي، په یوه هوايي برید کې يې د کندهار-ارزګان پر لویه لار ۲۵ وسلهوال وژلي او ۱۴ نور يې ټپیان کړي دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دُراني ازادي رادیو ته وویل چې تېره شپه ۹ بجې وسلهوالو طالبانو د کندهار-ارزګان پر لویه لار د سرخ بېد پر پوسته حمله وکړه چې هممهاله د بهرنیو ځواکونو د قاطع ملاتړ مأموریت لهخوا د هوا څخه په نښه شول.
د دُراني په وینا په دغې حمله کې ۲۵ وسلهوال ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.
د کندهار د پولیسو ویاند زیاتوي چې په دغې حمله کې امنیتي ځواکونو ته تلفات نهدي رسېدلي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي، خو دغه ډلې ادعا کړې چې د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې ۷ پولیس وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې چارواکو تېره ورځ د میوند ولسوالۍ په سره بغل سیمه کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال د ۱۵ وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.
د چارواکو په وینا په وژل شویو وسلهوالو کې د اسد او ملا جمعه په نومونو دوه قوماندانان او د هغوی یو قاضي هم شامل دی.