ارزګان: د افغان ځواکو په بریدونو کې ۲۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په دوو ولسواليو کې د افغان هوايي ځواکو په بریدونو کې ۲۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي دي.

په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت‌شاه قیمتي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان هوايي ځواکونو دغه بریدونه پرون یکشنبه په خاص ارزګان او چورې ولسواليو کې د وسله‌والو طالبانو پر پټن‌ځايونو کړي دي.

ښاغلى قيمتي وايي، د دغو بریدونو پر مهال‌يې د وسله‌والو طالبانو يوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم له‌منځه وړي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.