په خوست کې تجاران شکايت لري چې په غلام خان بندر کې د دوى په مالونو بار لاريو ته د پاکستان لهخوا خوست ته د اوښتو اجازه نهورکول کېږي.
ويل شوي ٧ لوى بار وړونکي موټر تر پرونه پورې په دغه بندر کې درول شوي وو.
د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان او خوست ترمنځ دغه بندر تېره جمعه پرانیستل شوه او درې لارۍ افغانستان ته واوښتې.
د خوست والي حکم خان حبيبي تمه ښوولې چې په دغه بندر کې درول شويو موټرو ته به خوست ته د اوښتو اجازه ورکړل شي.
غلام خان بندر له تورخم او چمن وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ درېيمه لويه لار ګڼل کېږي.
د غلام خان بندر لار په ٢٠١٤ میلادي کال کې وروسته له هغې وتړل شوه چې د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې پوځي عمليات پيل کړل.