جرمني کې د کُردانو یو شمېر پلوي کسانو له پولیسو سره نښته کړې

د کُردانو یو شمېر پلوي کسانو د جرمني په دوسلدورف هوايي ډګر کې د ترکیې د حکومت له پلویانو او د جرمني پولیسو سره نښته وکړه.

په دې اخ و ډب کې څو کسان ټپیان شوي دي.

تاوتریخوالی پرون یکشنبه وروسته له هغه پيل شو چې د سوریې په عفرین کې د ترکي پوځيانو د عملیاتو مخالف کُردان د ترکیې د حکومت له پلویانو سره مخ شول.

پولیسو د هوايي ډګر د نظم د راوستلو لپاره له اوښکو بهوونکو او ترخو سپرې‌ګانو کار واخیست.

پولیس چارواکو فرانس پرس ته ویلي چې دې پېښې د دوسلدورف ښار له هوايي ډګره په پروزاونو کوم تأثیر نه‎دی کړی.