د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤله نن یکشنبه کییف ته ځي

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤله له اوکرایني مقاماتو سره د خبرو لپاره نن یکشنبه کییف ته ځي.

کییف ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې به د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسؤله فیدریکا موګریني د اوکراین له ولسمشر پټرو پروشينکو، صدراعظم او ددې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.

د مېرمن موګیریني دفتر نن یکشنبه وویل چې هغه به له اوکرایني مشرانو سره د مهمو اصلاحاتو د عملي کېدو په اړه خبرې وکړي.

اروپايي ټولنې له اوکراین سره په دې هېواد کې د پراخو سیاسي اصلاحاتو د عملي کولو په شرط، د شراکت تړون وکړ چې د تېرې سېپټمبر میاشتې راپدېخوا يې تطبیق پیل شوی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسؤله فیدریکا موګریني

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست دفتر وايي، کییف ته د موګیریني دا سفر یو ښه فرصت دی چې د یوه غښتلي اوکراین د جوړولو لپاره له دې هېواد سره د اروپايي اتحاديې ژمنې بیا تازه شي.

په ۲۰۱۴ کال کې په اوکراین کې د پراخو مظاهرو په نتیجه کې د روسي پلوه حکومت تر ړنګېدو وروسته، زرګونه روسي سرتېرې کریمیا ټاووپوزمې ته ننوتل او مسکو د همدې کال د مارچ په ۱۸مه کریمیا رسماً د روسيې خاوره اعلان کړه.

روسيې دغه راز د ۲۰۱۴ میلادي کال په اپرېل میاشت کې د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو په تمویل او تجهیزولو سره، جګړه پیل کړه چې تر اوسه دوام لري .

د اوکراین د ختیځ په تاوتریخوالي کي د بیلتون غوښتونکو او اوکرایني سرتېرو په ګډون، ۱۰ زره او درې سوه کسان وژل شوي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسؤله به د اوکراین په ختیځ کې د اوربند په اړه د مینسک د موافقې د عملي کېدو په اړه هم خبرې وکړي .

اروپايي ټولنه د اوکراین د حکومت له کلکو او سترو ملاتړو بلل کېږي.

دې ټولنې تېره اوونۍ د اوکراین له اقتصاد او د اصلاحاتو د پروسې لپاره له دې هېواد سره د یو میلیارد یورو مرسته تصویب کړه.