په کيوبيا کې نن یکشنبه پارلماني انتخابات کېږي

په کيوبيا کې نن یکشنبه خلک د پارلمان د نويو غړو د ټاکلو لپاره خپلې رأيې کاروي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دغو ټاکنو يوه مياشت وروسته د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره انتخابات کېږي.

دا د ولسمشرۍ لومړني داسې انتخابات دي چې په تېرو نېږدې شپږو لسيزو کې د کاسټرو کورنۍ په کې ونډه نه لري.

د ملي اسمبلۍ د اکثريت څوکيو لپاره هغه کسان کانديدان دي چې د ځواکمن کمونېست ګوند غړي دي.

تر نيمايي زيات کانديدان ښځې دي.

نوې ټاکل شوې ملي اسمبلۍ به دنده لري چې د اپرېل مياشتې په ٣١ مه د دغه هېواد هغه شورا وټاکي چې مشر به يې په اتوماتيک ډول د کارابين ټاپوګانو د دغه هېواد ولسمشر شي.

راول کاسټرو اعلان کړى چې دى به د جمهوري رياست انتخاباتو ته ځان کانديد نه کړي، خو تمه کېږي چې دغه ۸۶ کلن سياستوال به د کمونېست ګوند په مشرتابه کې پاتې شي.

تمه کېږي چې مرستيال ولسمشر ۵۷ کلن ميګويل دياز کانيل به د کيوبيا نوى ولسمشر شي.

راول کاسټرو د خپل مشر ورور فيډل کاسټرو تر مړينې وروسته، په ٢٠٠٦ میلادي کال کې د کيوبا ولسمشر شو.