د نیپال کرکټ ټیم بریا به افغان ټیم بل پړاو ته وباسي

د ۲۰۱۹ کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاوو سیالیو په لړ کې د هانک کانګ او نیپال ترمنځ لوبه د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې ده.

اوسمهال افغان لوبډله پخپل ګروپ کې د دریو ماتو او يوې بریا سره درېیم ځای لري چې د نیپال په بریا سره کولای شي د دغو سیالیو بل پړاوو ته لار پيدا کړي.

هانک کانګ لوبډله بیا د دوو ماتو او يوې بریا سره د جدول په څلورم ځای کې قرار لري چې د نیپال په ماتولو سره کولای شي پخپل ګروپ کې درېیم ځای خپل او د نړیوال جام غوراوي پړاوو سیالیو ته ووځي.

هانک کانګ او نیپال چې د کرکټ نړیوالې شورا سره دوهمه درجه هېوادونه دی تقریباً برابرې لوبډلې شمېرل کېږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ ګروپي لوبه سبا دوشنبه د افغانستان پر وخت دولس بجې پلېږي.