په غزنې کې له ۲ سوه بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

په غزني ولایت کې نن یکشنبه له هغو ۲سوه بېځاشویو کورنیو سره مرسته وشوه کوم چې له ایران او پاکستان هېوادونو څخه دغه ولایت ته په دې وروستویو کې راکډه شوي وو.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډيو ته وویل، دغه مرسته چې خوارکي او غیرې خوارکي مواد پکې شامل و د UNHCR__UNDP نړیوالو مؤسیسو لخوا شوې وه.

نوموړی وايي، دغه مرستې به د یادو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

په ورته وخت کې هغه خلک هم ډېر خوښ دي کوم چې ورسره مرسته شوې او د ورته نورو مرستو غوښتنه کوي.