مسؤلین: د تېر په پرتله سږکال په بغلان کې د ښځو وژنې زياتې دي

د بغلان د ښځو چارو رياست مسؤلين وايي، د تېر لمريز کال په پرتله سږکال په دې ولايت کې د ښځو د وژنې پېښې زياتې دي.

د ښځو چارو رياست حقوقو مديرې اورانوس عاطفي ازادي راډيو ته وويل:

"موږ په ١٣٩٥ل کال کې د وژنو ١٠ قضيې ثبت کړې وې، خو له بده مرغه په ١٣٩٦ل کال کې موږ د ښځو د وژنو ١٤ قضيې ثبت کړي دي، په روان کال کې د ښځو د وهلو، ټکولو او له کوره د تېښتې قضيې هم زياتې وې، يعنې د ١٣٩٥ل کال په نسبت، موږ جدي قضيې زياتې دي."

د بغلان د ښځو چارو رياست وايي، دوى هڅه کړې چې په دغه ولايت کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښې کمې کړي، خو په دې کار نه دي بريالي شوي.