د جنوبي کوریا سفیر له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر دوام ټينګار کوي.
د افغانستان د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن ازادي راډيو ته وویل چې د جنوبي کوریا سفیر ري ژا هیونګ له مالیې وزیر سره په کتنه کې ژمنه کړې چې د اقتصادي پروګرامونو ترڅنګ د ظرفیت لوړولو په برخو کې به هم همکاري وکړي.
د جنوبي کوریا سفیر تردې وړاندې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او یوشمېر نورو چارواکو سره هم کتلي او د افغانستان او جنوبي کوریا ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې کړي.