د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اټکل کوي چې د شمالي کوریا له ولسمشر کېم جونګ یون سره به د ده کېدونکې خبرې خورا بریالۍ وي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر پرون شنبه وویل، پیونګ یانګ ژمنه کړې چې تر څو چې خبرې کېږي، هېڅ توغندۍ به نه ازمويي.
کېدای شي د دواړو مشرانو ترمنځ د مې په میاشت کې مخامخ خبرې وشي.
ټرمپ خبریالانو ته وویل:
"فکر کوم چې کوریا ښه عمل وکړي، فکر کوم چې موږ به لوی بری ولرو. دا به ډېرې بریالۍ خبرې وي."
سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې ولسمشر ټرمپ موافقه کړې چې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ یون سره د مې تر میاشتې پورې خبرې کوي.