ویسا: کای ایډې ترخه حقایق په ډیپلوماټیکه ژبه ویلي، خو حقایق یې ویلي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې په اړه د وروستیو، هڅو، بېلابېلو غبرګونونو او مخالفتونو په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخواني ځانګړي استازي کای ایډه ویلي چې د طالبانو دغه نظر منطق لري چې دوی د افغان حکومت پرځای غواړي له امریکا سره د سولې خبرې وکړي، ځکه چې د افغانستان پوځي ستراتېژي په واشنګټن کې جوړه شوې ده.

په سرمقاله کې راغلي نوموړي ترخه حقایق په ډیپلوماټیکه ژبه ویلي، خو حقایق یې ویلي دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، بین الافغاني خبرې زموږ د هېواد د ستونزو د حل معقوله لار ده، خو په داسې حال کې چې د نړۍ یو لوی ځواک په خپلې جنګي ستراتېژۍ کې په افغانستان او سیمه کې د بمباریو، پوځونو زیاتولو او جګړه ییزو فعالیتونو په زیاتولو ټینګار کوي او د جګړې او اوربند واک د دوی په لاس کې وي، د افغان حکومت د سولې وړاندیز شوې طرحه به څومره اعتبار او وزن ولري؟

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې په یو مطلب کې لیکلي چې، د امریکا متحده ایلاتونو په طالبانو غږ کړی چې را وړاندې شي او د افغان حکومت سره د سولې د خبرو په پیلولو په دې هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

په مطلب کې راغلي، په جنوبي او د منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الیس ویلز تازه یوې غونډې ته ویلي چې د امریکا متحده ایالتونه په افغانستان کې د پخلاینې لپاره د ولسمشر غني د وروستي وړاندیز ملاتړ کوي.

په مطلب کې د نوموړې امریکایې چارواکي په حواله دا هم راغلي چې طالبان باید له بهرنیو نړیوالو ترورېستي شبکو سره خپل هر ډول اړیکې وشلوي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې په اندونیزیا کې د افغانستان د سولې په اړه له کېدونکې کنفرانس سره د طالبانو د مخالفت په اړه لیکلي دي.

په مطلب کې راغلي، طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې که څه هم د افغانستان قضیه ډېره پیچلې او له پوهاوي لوړه ده، خو د اسلامي امت له لویو قضیو شمېرل کېږي.

په مطلب له اعلامیې دا کرښې هم رانقل شوي چې افغان حکومت غواړي ځان ته د مشروعیت ورکولو لپاره د اسلامي نړۍ د هېوادونو عالمان وغولوي او په اندونیزیا یا کوم بل هېواد کې د عالمانو ناسته جوړه کړي.

د ملي ارمان په حواله په اعلامیه کې له اسلامي هېودادونو غوښتل شوي چې دا شان کنفرانسونو ته زمینه برابره نه کړي او نه دې هم په کې ګډون کوي.