د کروشیا څارنوالانو اعلان وکړ چې ۲۲ صرب توکمي یې په جنګي جرمونو تورن کړل.
د زاګرب د څارنوالانو دفتر د مارچ پر ۱۰مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، دغه کسانو په ۱۹۹۰ کلونو کې د جګړو پر مهال جنګي جرمونه ترسره کړي وو.
اعلامیه وایي، دغه کسان په ۱۹۹۱میلادي کال کې د دې هېواد په ختیځ کې د ۲۰ ملکي کسانو په وژنه او دوو پولیس په بندي کولو تورن دي.
دغه صربان په یوې ملېشې ډلې پورې تړلي دي چې له ۱۹۹۱ څخه تر ۱۹۹۵ کلونو پورې یې د کروشیا او بلګراد په ملاتړ صرب ځواکونو تر منځ د جګړې پر مهال فعالیت کاوه.
په هغو جګړو کې شاوخوا ۲۰ زره کسان ووژل شول.
د کروشیا د څارنوالانو دفتر ویلي چې په تورونو کې د کروشیا د ملکي وګړو د ځورونې، وهلو او وژلو امر، په غیر قانوني ډول د ملکي وګړو برمته نیول او د جنګي اسیرانو د وژلو او د هغوی د کورونو سوځول شامل دي.