د بریتانیا حکومت پهدغه هېواد کې د روسیې د یوه پخواني جاسوس او د هغه د لور د مسموم کېدو په اړه د مارچ پر ۱۰مه یوه بله د لوړې سطح غونډه ترسره کړه.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې امبر راد تر غونډې وروسته وویل چې لا هم ډېر وختي ده چې ووایئ، څوک د دې پېښې ترشا دی.
پر ۶۶ کلن سرګئی اسکریپال او د هغه ۳۳ کلنې لور یولیا د مارچ د څلورمې نېټې برید د قتل د یوې هڅې په توګه ارزول کېږي.
دوی دواړه د یوه پلورنځي مخته په بېهوښۍ حالت کې وموندل شول او لا هم په ناوړه روغتیایې وضعیت کې دي.
امبر راډ وویل، پهدې پلټنه کې د ترورېزم ضد څه باندې ۲۵۰ افسران شامل دي.
هغې زیاته کړه، د دې پېښې په تړاو ۲۴۰ شواهد راټول شوي او ۲۰۰ عیني شاهدان دخیل دي.
پولیس وایي، د اسکریپال او د هغه لور د کیمیاوي زهرو په وسیله مسموم شوي، خو نوعیت یې تر اوسه نهدی ښودلی.