د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې وروستي بریدونه په کلکه غندلي دي.

د دغه سازمان عمومي منشي یوسف العثیمین د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، د تاوتریخوالي او ملکي وګړو د وژنې په هدف د ترورېستي حملو نوې څپه د ترورېستانو د ویرې او ناهیلی ښکارندویې کوي، هغه ترورېستان چې د نوموړي په خبره تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د ملت د ارادې پر وړاندې تر بل هر وخت ډېر منزوي شوي دي.

د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي په کابل کې د جمعې ورځې موټر بم چاودنې ته په اشارې د افغانستان د خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.

د اعلامیې په وینا، العثیمین له ټولو افغان مشرانو او سیاسي کړیو وغوښتل چې د افغان حکومت له لوري د بې له قید او شرطه سولې پر وړانديز غور وکړي او هغه ته ځواب ورکړي.

په اعلامیه کې دغه راز د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د افغانستان په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ وکړي.