یو افغان چارواکي ویلي، په فراه ولایت کې د طالبانو په برید کې ۱۵ افغان سرتېري وژل شوي دي.
د فراه ولایتي شورا مشر فرید بختور د اسوشیټېد پرېس خبري اژانس ته وویل، برید په بالابلوک ولسوالۍ کې شوی، په وژل شوېو کې اووه کوماندو سرتېري او اته تنه پولیس شامل دي.
بختور ویلي درې تنه نور امنیتي سرتېري نادرکه دي. نوموړي د مخالفو وسلهوالو لهخوا د ۳۰ تنو د وژل کېدو خبره هم کړې ده.
دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د فراه ولایت کې جګړه تأیید کړې، خو وايي یوازې څلور سرتېري وژل شوي او دوه ټپیان دي.
وسلهوالو طالبانو په یوې اعلامیه کې ویلي، په فرا کې یې د حکومتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او دغلته یې افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.