د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوت کې نن شنبه د ۷ میليونه افغانیو په ارزښت د ۱۱ پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې.
د ارزګان ولایت والي محمد شفیق اسدالله سعيد د یادو پروژو د پرانیستې پرمهال رسنیو ته وویل چې د دغو پروژو لګښت د ولسي تړون پرګرام له خوا ورکول کېږي.
نوموړی وايي، دغه پروژې د کلیوالو خلکو له لورې پلې کېږي.
په ورته وخت کې خلک هم له دولته خوښ دي او د ورته نور پروژوغوښتنه کوي.