د ارزګان خاص ارزګان ولسوالي چې د تېرې یوې میاشتې را پدېخوا يې امنیتي حالت د اندېښنې وړ وو، اوس دا ولسوالي سقوط ته نېږدې شوې ده.
له یادې ولسوالۍ څخه یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ، امنیه قوماندانۍ او د ملي اردو دریم کنډک څو مترۍ ته رسېدلي چې که سمدستي ولسوالۍ ته کمکي ځواکونه ونه رسېږي نو ولسوالي به ډېر ژر سقوط وکړي.
سرچینه وايي، په ولسوالۍ کې د یو شمېر امنیتي مسؤلینو نه همغږي او خپلمنځي مشکلات د ولسوالۍ د سقوط لامل کېږي.
دغه سرچینه زیاتوي چې دغلته په روانه جګړه کې ۲ پولیس وژل شوي او ۲پولیس او۲ د ملي اوردو سرتېري نور هم ټپيان شوي.
د ولایت مقام ویاند دوست محمد نایاب مني چې د ولسوالۍ امنیتي حالت د تېرې یوې میاشتې را پدېخوا د اندېښنې وړ دی او وايي چې ولایتي ادارې یې د امنیتي ستونزو د کابو کولو لپاره بېړنۍ ناسته کړې او ولسوالی ته به نور ځواکونه هم ولېږي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړوند رسنیو ته څه نه دي ویلي.