الکوزی: غلام خان بندر به له پاکستان سره سوداګري پراخه کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په خوست کې د غلام خان بندر په پرانیستې سره به له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شي.

د دغه خونې مرستیال خان جان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه بندر د پاکستان له خوا له څو کلونو راهیسې تړل شوی و، خو د جمعې په ورځ بیا پرانیستل شو.

د نوموړي په خبره، د غلام خان بندر په برانیستي سره به له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې ښه والی راشي او نن له هغه هېواد نه لومړۍ سوداګریزه محموله افغانستان ته راغله.