د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، په اله سای ولسوالۍ کې به په نژدې ورځو کې پوځي عملیات پیل شي.
دا ولسوالي د کاپیسا ولایت یوه لېرې پرته ولسوالي ده چې ویل کېږي په ډېرو برخو کې یې د حکومت مخالف وسله وال کنټرول لري.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مسعود پرون ازادي راډیو ته وویل، په دې ولسوالۍ کې به د حکومت د حاکمیت د سیمې د پراختیا لپاره په نژدې ورځو کې پراخ عملیات ترسره شي.
سیمه ییزو چارواکو ازادي راډیو ته تائید کړې چې د اله اسای ولسوالۍ په سلو کې پنځه نوي برخه د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده.