ستراتفور ورلډويو:
ستراتفور ورلډويو د افغانستان په اړه په مقاله کې لیکلي چې ولې ايران د طالبانو ملاتړ کوي؟
لیکوال په دې باور دی چې په افغانستان کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د څانګو موجوديت د دې لامل شوی چې ايران د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
په همدې مقاله کې راغلي چې اوسمهال به تهران له افغان حکومت سره خپل تماسونه او اړیکې خوندي وساتي تر ډېره د چاه بهار د پروژې په خاطر.
په مقاله کې راغلي چې د افغانستان او ايران پر خپلمنځي اړيکو سربېره د راپورونو پر اساس ايران په پټه د طالبانو ملاتړ کوي چې هغوی د افغان حکومت دښمنان دي.
مقاله لیکي چې ایران د طالبانو ملاتړ په افغانستان کې د داعش د حضور په خاطر کوي.
مخکې تهران د طالبانو د ملاتړ په اړه راپورونه رد کړي دي.
ټايمز:
بریتانوي چاپ ټايمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه يوه مقاله خپره کړې ده، په دې مقاله کې راغلي چې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله پر کور د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې شل سخت دريځي وژل شوي دي.
حمله د افغانستان په کونړ ولايت کې شوې او ويل کېږي په دې حمله کې د فضل الله د زوی په شمول نور قوماندانان هم وژل شوي دي.
باور کېږي چې له دوی څخه يوه قاري یاسین ځانمرګي بريدګر روزل.
مقاله لیکي چې تحريک طالبان پاکستان د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړې غاړې فعاليت کوي.
پاکستان پر افغانستان او هندوستان تور پوري کوي چې د سخت دريځو ملاتړ کوي.
او افغانستان بیا پر پاکستان تور پوری کوي چې د دغه هېواد استخباراتي ادارې او پوځ د افغان طالبانو او حقاني شبکې او د لشکر طيبه په ګډون د سخت دريځو ملاتړ کوي.
مقاله زیاتوي چې د امريکا ولسمشر په جنورۍ مياشت کې پاکستان ته د امریکا دوه میلیونه نظامي مرستې وځنډولې او امريکا پر پاکستان فشار راوړی چې د سخت دريځو پر وړاندي جدي مبارزه وکړي کنه نوم به یې په جون مياشت کې په خړ ليست کې شامل شي.