په کابل کې دوه تنه د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي

په کابل کې دوه تنه د لسګونو کیلو ګرامه نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د عملیاتو پر مهال په کابل کې ۱۷۳ کیلو ګرامه چرس ونيول چې په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

دوی غوښتل چې دا مواد له کابل څخه دباندې قاچاق کړي، خو د پولیسو له خوا د کابل په دسپیچري سیمه کې ونیول شول.