په تخار کې ۱۰ افغان سیمه یيز پولیس د طالبانو په حمله کې وژل شوي

په تخار ولایت کې ۱۰ افغان سیمه یيز پولیس د وسله والو طالبانو په حمله کې وژل شوي دي.

د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر نن جمعه وویل چې وسله والو طالبانو په خواجه غار ولسوالۍ کې د شپې له خوا د افغان پوځیانو پر پوستو پراخ بریدونه وکړل.

هغه وویل، افغان سیمه ییز پولیس هغه وخت ووژل شول چې غوښتل یې په خواجه غار ولسوالۍ کې تر برید لاندې پوستو کې له خپلو پولیسو ملګرو سره مرسته وکړي.

د اسیر په خبره، نهه نور افغان سیمه ییز پولیس ټپیان هم دي.

وسله والو طالبانو ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې برید مسؤليت منلی او ویلي یې دي چې ګڼ پولیس یې وژلي دي.