د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي د هغو کسانو له ډلې یې څلور نیول شوي، کوم چې یوه اوونۍ وړاندې یې په قره باغ ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۳غړي په مرموز ډول ووژل، یوه ښځه یې ټپي او ۲ تنه يې له ځان سره یوړل.
د دغه ولایت د قره باغ ولسوال سیف خان الهام د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل د دغو کسانو له ډلې ۲ يې په روغتون کې په ټپي حالت کې نیول شوي او په خبره یې چې اوس د پولیسو له خوا په روغتون کې تر نظارت لاندې دي، خو دا یې ونه ویل چې په کوم روغتون کې دي.
د دوی د معلوماتو له مخې، ۲ کسان نور هم نیول شوي، خو تراوسه کوم امنیتي اورګان ورته راپور نه دی ورکړی.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د غزني له ولایتي ادارې سره هم خبرې وکړو، خو هغوی په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نشول.