چارواکي: په قره باغ ولسوالۍ کې طالبانو ۲ هزاره توکمي وژلي

د غزنې ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې تېره شپه وسله الو طالبانو ۲ هزاره توکمي ملکي کسان وژلي دي.

د یادې ولسوالۍ ولسوال سیف خان نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې دغه دوه کسان تېره شپه شااوخوا ۷ بجې د دغې ولسوالۍ په نواباد سیمه کې دوو موټرسایکل سپرو هغه مهال په ډزو وژلي، کله چې یاد کسان له مسجده کورونو ته پر لاره وو.

نوموړی وايي، د نواباد دغه سیمه د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده او یاد کسان وسله الو طالبانو وژلي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.