په اتریش کې یوه افغان په چاقو د ۳ کسانو پر وهلو اعتراف کړی

د اتریش امنیتي چارواکي وايي، یوه ۲۳ کلن افغان په ویانا کې په چاقو د ۴ تنو پر وهلو اعتراف کړی دی.

د اتریش پولیسو پرون پنجشنبه وویل، دغه افغان چې د ژوند له شرایطو ناراضه و، منلې چې یو پېژندوی افغان او د یوې کورنۍ درې غړي یې جلا جلا په چاقو وهلي دي.

پولیسو د دغه افغان نوم نه دی څرګند کړی.

هغه د سې شنبې په ورځ لږ وروسته له دې په ویانا کې ونیول شو چې یو ۲۰ کلن افغان یې په چاقو وواهه.

تر دې پېښې مخکې یې په همدغه ورځ د یوې کورنۍ پر ۳ غړو حمله وکړه.

د ده په حمله کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ، د هغې ۵۶ کلنه مور او ۶۷ کلن پلار ژوبل شوي دي.

د ۶۷ کلن پلار حالت نازک ښودل شوی دی.