د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وايي، د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس د سیمې د استخباراتو له لورې ووژل شو.
د ننګرهار د حج او اوقاف رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني د چهارشنبې په ورځ د جلال اباد ښار په یوه انتحاري حمله کې ووژل شو.
داعش سختدریځې ډلې د دې حملې مسؤلیت په غاړه واخیست.
مولوي عبدالظاهر حقاني د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفينو او د هغوی د ملاتړ کوونکو سخت منتقد و.
د مشرانو جرګې رئیس عبدالهادي مسلمیار پرون پنجشنبه په سره رود ولسوالۍ کې د مولوي حقاني د جنازې په مراسمو کې وویل، افغانان به له دا ډول حملو ونه ویرېږي او تل به د خپل هېواد دفاع ته دوام ورکړي.
مسلمیار د حقاني وژل کېدا د افغانستان لپاره لویه ضایعه وبلله.