مسؤلین: په را روان پسرلي کې د نصرت ۹۷ په نوم پوځي عملیات پیلېږي

د افغانستان پوځي قوماندانانو او جګپوړو مسؤلينو د نصرت ۹۷ پوځي عملیاتو د پیلولو په باب خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده چې دا عملیات په را روان پسرلي کې د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفينو پر ضد پیل شي.

د افغانستان د ملي اردو د قول اردوګانو قوماندانان او یو شمېر نور پوځي مسؤلين پر دې موضوع د بحث لپاره په کابل کې په یوه درې ورځیني سمینار کې راغونډ شوي وو.

د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، په دې سیمینار کې د خالد عملیاتو پر قوي او کمزورو ټکو تمرکز وشو او په راتلونکو عملیاتو کې ورته د پاملرنې غوښتنه وشوه.

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو قوماندانانو همداراز د درې ورځیني کنفرانس په پای کې پرون له ولسمشر غني سره وکتل.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه غواړي چې د طالبانو تر پسرلنیو عملیاتو وړاندې، د دې ډلې د کمزوري کولو لپاره عملیات پیل کړي.

طالبان هر کال د هوا له تودېدو سره جګړې ته زور ورکوي.