د اتریش پولیسو په پلازمېنه ویانا کې یو افغان د چړې د برید په تړاو نیولی دی.
نیول شوی کس ۲۳ کلن دی او پرون وروسته له هغه ونیول شو چې یو بل ۲۰ کلن افغانیې په چړو وواهه.
د اتریش د پولیسو ویاند پاتریک مایرهوفر وویل پولیس لا هم څېړنې کوي چې دغه کس د یوې بلې اتریشې کورنۍ چې تر دې پېښې یو ساعت دمخه په چړو وهل شوي و، ارتباط لري که نه.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د اوس لپاره دومره پوهېږو چې پر ۷:۴۵ دقیقې د چړې یو برید شوی دی، د عیني شاهدانو په خبره یوه سړي درې تنه په چړو ووهل، درې سره قربانیان چې پلار، مور او یوه لور وه د سختو ټپونو له کبله په ناوړه وضعیت کې دي."
د دغې کورنۍ نومونه په رسنیو کې نهدي اخیستل شوي.
مایرهوفر وویل دا برید داسې نهښکاري چې له ترورېزم سره ارتباط ولري، خو وایي لا تر وخت دمخه ده چې د دې برید د دلیل په اړه څه ووایي.