د غزني ولایت چارواکي وایي، ډېر ژر به د کابل-کندهار لویه لاره د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شي.
د غزني د والي مرستیال عارف واحدي ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر تر ژمنې وروسته به دوی د معترضانو مړي خښ او وسایطو ته به د تګ راتګ اجازه ورکړي، خو وایي چې د تحصن خیمې بهیې د قضیې تر څېړلو پورې ولاړې وي.
دا اعتراضونه د تېرې جمعې په ورځ وروسته له هغه پیل شول چې نامعلومو وسلهوالو کسانو چې ویل کېږي د امنیتي ځواکونو یونیفورمیې اغوستی وو، د قرهباغ ولسوالۍ په شیرآباد سیمه کې د یوې کورنۍ درې تنه غړي ووژل، یوه مېرمنیې ټپي کړه او دوه تنهیې له ځانه سره یوړه.
ولسمشر اشرف غني تېر ماښام د دغو اعتراض کوونکو له مشرانو سره په ټیلیفوني خبرو کې ژمنه کړې چې په اوو ورځو کې به د دې پېښي عاملان نیسي او تښتول شوي کسان به ترې ژغوري.