فاریاب: شیرین تګاب کې د نوید ۸ په نوم تصفیوي عملیات پیل شول

د فاریاب امنیتي چارواکي وایي، تېره ورځ‌یې د شیرین تګاب ولسوالۍ په ناامنو سیمو کې د نوید ۸ په نوم تصفیوي عملیات پیل کړل.

د فاریاب امنیه قوماندان مل پاسوال دلاور شاه «دلاور» رسنیو ته وویل چې دغه عملیات چې شااوخوا یوه میاشت وړاندې د فاریاب په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې پیل شوي وو، ډېرې لاسته راوړنې لري.

د ښاغلي دلاور په خبره یوازې تېره اوونۍ څه باندې ۲۰ تنه مخالفین په‎دغو عملیاتو کې وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د فاریاب امنیه قوماندان وایي، د لومړي نمبر لویې لارې په اوږدو کې یې د عملیاتو سره سم، څو پوستې هم جوړې کړې دي.

د چارواکو په خبره دا عملیات به تر اندخوی ولسوالۍ پورې ورسېږي.