ملګري ملتونه وایي، د هغو هېوادونو په ډله کې چې د ښځو د کار کولو لپاره ډېر لږ امکانات لري، پاکستان، ایران او د منځني ختیځ هېوادونه شامل دي.
د ملګرو ملتونو د کار نړیوال سازمان په هغه راپور کې چې تېره ورځیې خپور کړی ویلي چې په منځني ختیځ کې د ښځو بېکاري د سړو په نسبت دوه چنده زیاته ده او په کارونو بوختې ښځې هم په ډېرې لږې تنخوا ډېر عادي کارونه چې مسلکي نهدي، ترسره کوي.
د ملګرو ملتونو د جندر متخصصې امانوئلا پوځان «Emanuela Pozzan» وویل، په منځني ختیځ کې انګېزه نهشته چې ښځې دې کار وکړي.
د راپور له مخې په نړۍ کې نیمایي ښځې کار کوي چې په منځني ختیځ کې دا شمېره په ۱۰۰ کې ۱۹ او په جنوبي اسیا کې په ۱۰۰ کې ۲۸ ده.
د نړۍ د ۱۴۴ هېوادونو په اړه د ملګرو ملتونو د تېرې میاشتې راپور ښیي چې سوریه، پاکستان، سعودي عربستان، یمن او ایران هغه هېوادونه دي چې د ښځو لپاره د کار کولو لږ امکانات لري او همیې په کاري ځواک کې د ښځو ونډه ډېره کمه ده.