په غزني کې اعتراض کوونکي وایي چې د ولسمشر له ژمنې سره سم یوازې مسافر وړونکو موټرو ته اجازه ورکوي چې د کابل-کندهار پر لویه لاره تېر شي.
د دغه اعتراض یو شمېر مشرانو د ازادي راډیو سیمهییز خبریال ته ویلي چې پرون ماښام افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دوی سره په ټیلیفوني خبرو کې ژمنه وکړه چې د هغې پېښې قاتلین به چې دوی یې اعتراض ته اړ ایستلي، د اوو ورځو په ترڅ کې نیسي او د قانون منګولو ته بهیې سپاري، همدارنګه دوه برمته شوي به د تښتوونکو له منګولو ژغوري.
دا اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې تېره جمعه نا معلومه وسلهوالو چې ویل کېږي، د امنیتي ځواکونو یونیفورميې په تن و، د قرهباغ ولسوالۍ په شیراباد کلي کې د یوې کورنۍ درې تنه ووژل، یوه مېرمنيې ټپي کړه او دوه تنهيې له ځان سره بوتلل.
اعتراض کوونکي وايي، دغه لاره به یوازې د اوو ورځو پر مخ، د دوی د غوښتنو تر پوره کېدو پورې د مسافر وړونکو موټر پر مخ خلاصه وي.
اعتراض کوونکو دغهراز ویلي چې د ولسمشر له ژمنې سره سم نن به د دغې پېښې د درېیو قربانیانو مړي هم خاورو ته وسپاري.