یوې سخت دریځې وسلهوالې ډلې په سوریه کې د روسيې د هغې الوتکې د ویشتلو مسؤلیت پر غاړه اخېستی دی چې د نسکورېدو په نتیجه کې يې لسګونه کسان ووژل شول.
عربي ژبې ورځپاڼې ادیار د جیشالاسلام په نامه د سخت دریځې ډلې اعلامیه خپره کړې چې ادعا کوي دا روسۍ الوتکه د دوی وسلهوالو غورځولې ده.
جیشالاسلام د دمشق په ختیځ غوطه سیمه کې د بشار الاسد له حکومتي ځواکونو سره جنګېږي.
په غوطه کې د روسيې د الوتکو او د سوريې د پوځ په وروستیو عملیاتو کې سلګونه کسان وژل شوي دي.
د روسيې دفاع وزارت ویلي، «اېن ۲۶» ډوله دا الوتکه هغه مهال وغورځېده چې غوښتليې د لاذقیه ساحلي ښار په هوايي ډګر کې کېني.
د روسيې دفاع وزارت ویلي، د یوه جنرال په ګډون په الوتکه کې ۳۳ تنه او ۶ د عملې کسان سپاره وو چې ټول په پېښه کې مړه شوي دي.