د جرمني حکومت د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په زیاتولو موافقه وکړه.
د جرمني د دفاع وزیرې اورزولا فن در لاین د دوشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې بهيې د سرتېرو شمېر له ۹۶۳ نه ۱۳۰۰ ته لوړ شي.
جرمني سرتېري په افغانستان کې د ناټو تړون د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې فعالیت کوي چې زیات شمېر يې په مزار شریف او کابل کې ځای پر ځای دي.
د ناټو تړون غړو هېوادونو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د خپل روزونکي مأموریت د سرتېرو شمېر له ۱۳ زرو نه ۱۶ زرو ته پورته کړي.