د کندهار چارواکي وايي، تېره شپه د سپینبولدک ولسوالۍ د امنې قوماندانۍ او د لویې لارې پر پولیسو د وسلهوالو په یوه برید کې دوه حمله کوونکي وژل شوي او درې پولیس ژوبل دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دُراني ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه شاوخوا ۰۹:۰۰ بجې د کندهار ولایت د سپینبولدک د امنیه قوماندانۍ د لویې لارې پر لوا چاودنه او د دوو حمله کوونکو لهخوا حمله وشوه.
یوې بلې امنیتي سرچینې بیا ازادي راډیو ته وویل چې په دې برید کې درې پولیس وژل شوي دي.
طالبانو د سپینبولدک د تېرې شپې د برید مسؤلیت منلی دی او ادعا کوي چې زیات شمېر سرتېرو ته يې مرګژوبله اړولې ده.
- پخواني معلومات
د کندهار امنیه قومانداني وايي چې د سپین بولدک ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د لویې لارې پر لوا حمله د دوو حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېده.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وايي چې نن ماخوستن شااوخوا ۰۹:۰۰ بجې د کندهار ولایت د سپین بولدک د امنیه قوماندانۍ د لویې لارې پر لوا چاودنه او د دوو حمله کوونکو لهخوا حمله وشوه.
دی وايي چې په دغې پېښه کې درې پولیس ټپيان شوي دي.
دغهراز یوه بله امنیتي سرچینه وايي چې حمله کوونکي له دوو نه زیات کسان وو او په دغې پېښه کې درې پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
- پخواني معلومات
نن ماخوستن شااوخوا ۰۹:۰۰ بجې د کندهار ولایت د سپین بولدک د امنیه قوماندانۍ د لویې لارې پر لوا چاودنه او ډلهییزه حمله شوې ده.
په دغه ولایت کې یوه امنیتي سرچینه چې نهغواړي نومیې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې لومړۍ د دغې لوا مخې ته په موټرسایکل کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې او وروسته یوه ډله وسلهوال دغې لوا ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره نښته روانه ده.
دغې سرچینې د حمله کوونکو د شمېر په اړه جزئیات ورنهکړل، خو وايي چې تر اوسه یو تن حمله کوونکی وژل شوی دی.
د کندهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني له ازادي راډیو سره په خبرو کې چاودنه تأیید کړه، خو د حمله کوونکو په اړهیې جزئیات ورنهکړل.
وسلهوالو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی او زیاتوي چې یو شمېر حمله کوونکي اوس هم مقاومت کوي.
نور جزئیات وروسته ...