په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان تپې د زرغونتیا او د بڼې د بدلېدو چارې پیل شوې.
د افغانستان د ښار جوړونې وزیر سید سادات منصور نادري د چهارشنبې په ورځ د وزیر محمد اکبر خان تپې د پارک پروژې پرانیستغونډې ته وویل، دا پروژه د هندوستان د شااوخوا ۵۷ ميلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
په کابل کې د هند سفیر من پرېت وهرا دغې غونډې ته وویل، دغې تپې ته د هندوستان لهخوا ډالۍ شوی بیرغ د خلکو پاملرنه جلب کړې، نو ځکه د یوه ملي پارک په توګه د دغې تپې ډيزاینول یوه اړتیا وه.
هندوستان له دې وړاندې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د هېواد تر ټولو ستر بیرغ چې ۳۰ متره اوږدوالی او ۷۸ متره ارتفاع لري، هم په دغې تپې چې د کابل ښار په زړه کې موقعیت لري، لګولی دی.