د روسیې د پارلمان مشر هغو ښځینه خبریالانو ته چې د دغه هېواد د پارلمان راپورونه ورکوي، ویلي که چېرې دوی د پارلمان د غړو لهخوا له جنسي ځورونې سره مخامخ وي، خپلې دندې دې بدلې کړي.
ویاخیسلاف وو لودین نن د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې یو شمېر ښځینه خبریالانو ته په وینا کې دا خبره وکړه.
نوموړي د پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټې د مشر لیونید سلوتسکي پر وړاندې هغه تورونه چې د ښځینه خبریالانو لهخوا د جنسي ازار په اړه ورباندې لګول شوي وو، د هغه د بېاعتباره کولو یوه هڅه وبلله.
د «بي بي سي» د روسي څانګې خبریالې فریدې رستمووا ښاغلی سلوتسکي په بد چلند او جنسي ځورونې تورن کړی و، خو سلوتسکي دا تورونه رد کړل او ویېویل، مېرمن رستمووا به د دې ادعا له کبله محکمې ته راجع کړي.