د روسیې د شمالي قفقاز په چچن سیمه کې یوې هلیکوپترې سقوط کړی

د روسیې د شمالي قفقاز په چچن سیمه کې چارواکي وایي، د یوې هلیکوپټرې د سقوط له کبله لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي.

سیمه‌ییز چارواکي وایي، دا هلیکوپټره د سرحدي ساتونکو اړوند وه او د چچن په جنوب کې په یوه غرنۍ سیمه کې رالوېدلې ده.

تر اوسه د دې پېښې د علت په اړه دقیق معلومات نه‌شته.