ایراني چارواکو هغه مذهبي مشر نیولی دی چې په دې وروستیو کې یې د ایران د رژیم په ځپونکو او نا عادلانه اقداماتو تورن کړی و.
نیول شوی حسین شیرازي د ایتالله صادق شیرازي زوی دی.
ایتالله صادق شیرازي یو لوړپوړی شیعه مذهبي مشر دی چې په ایران او عراق کې ډېر پلویان لري.
دواړه د ایران د رژیم منتقدین دي.
د ایتالله صادق شیرازي یوه لندن مېشتي استازي بي بي سي ته ویلي چې حسین شیرازي د مارچ پر شپږمه په قم ښار کې د مذهبي لکچر وروسته ونیول شو.
د ایران سخت دریځي ایتالله صادق شیرازي تورنوي چې له بریتانیا او سعودي عربستان څخه مرسته ترلاسه کوي.
د نوموړي پلویان وایي، شیرازي د ایران پر رژیم د انتقاد او د نورو مسایلو په اړه د خپلواک دریځ له کبله تر فشارونو لاندې دی.