کرملېن تأیید کړه چې د روسیې، ایران او ترکیې ولسمشران به د اپرېل په میاشت کې له یو بل سره وګوري.
د کرملېن په یوه اعلامیه کې چې نن چهارشنبه خپره شوې، د ولادیمیر پوتین، حسن روحاني او رجب طیب اردوغان د لیدنې په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي او نهیې هم د دې لیدنې د وخت او ځای په اړه څه ویلي دي.
دغه درې هېوادونه په سوریه کې نږدې همکارۍ لري او تمه ده چې د سوریې جګړه به د دې خبرو اصلي اجنډا وي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي وو چې دا درې مشران به په اپريل کې سره وویني، خو د دغه وزارت ویاند هم د ځای په اړه څه ونهویل.
دغهراز ټاکل شوې د ترکیې او امریکا متحده ایالاتو مقامات د مارچ په اتمه او نهمه نېټه په واشنګټن کې سره وګوري.
ترکي چارواکي وایي، دغه هېواد به امریکایي چارواکو ته ووایي چې انقره له واشنګټن څخه تمه لري، څو د هغو وسلو د بېرته اخيستلو په برخه کې جدي اقدام وکړي چې امریکا په سوریه کې کردي ملېشو ته ورکړې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو به د مارچ په ۱۲مه او ۱۴مه نېټه مسکو ته ولاړ شي او بیا د مارچ په ۱۹مه واشنګټن ته سفر کوي.
نوموړی به واشنګټن ته د سفر پر مهال له خپل سیال رکس ټېلرسن سره وګوري.