د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه-اېن ویلي، اوس تر وخت دمخه ده چې له متحده ایالاتو سره د اټمي وسلو د لهمنځه وړلو په تړاو د بحث لپاره د شمالي کوریا وړاندیز ته خوشبیني وښودل شي.
ښاغلي مون نن چهارشنبه د سیاسي ګوندونو مشرانو ته وروسته له هغه دا خبره وکړه چې د جنوبي کوریا پلاوي له پیونګ یانګ څخه تر تاریخي سفر وروسته، د هغه هېواد د مشر کېم جونګ اون دا وړاندیز په ډاګه کړ.
ښاغلی مون وایي، موږ اوس په لومړنیو کرښو کې یوو.
د جنوبي کوریا ولسمشر دغهراز د مذاکراتو مېز ته د راتګ په بدل کې له پیونګ یانګ سره د پټو موافقو ادعاوې هم رد کړې.
هغه وایي شمالي کوریا ته به داسې ډالۍ نهوي.
د جنوبي کوریا مشر له متحده ایالاتو سره د نږدې همکاریو پر اهمیت بیا ټینګار وکړ او هغهیې د خپل امنیت تضمین وباله او زیاتهیې کړه:
"زه فکر کوم، د اټمي وسلې د لهمنځه وړلو په اړه خبرې به یوازې هغه وخت وشي چې جنوبي کوریا او د امریکا متحده ایالات پر دې موضوع یو ګډ دریځ غوره کړي."
مون همداراز وویل چې د دوو کوریاوو ترمنځ خبرې به سولې ته د رسېدو لپاره کافي نهوي.