د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام د غوراوي پړاو د سیالیو په لړ کې سبا پنجشبه د هانک کانګ په وړاندې د لوبې ډګر ته وځي.
افغان لوبډلې له دې وړاندې خپله لومړۍ لوبه سکاټلینډ او دوهمه لوبه تېره ورځ زیمبابوې ته وبایلله.
له دغو دوو ماتو وروسته د دغو سیالیو سوپرسکس پړاو ته د افغان لوبډلې وتل يو څه ستونزمن شوي، خو ناممکن نه دي.
د نړیوال جام د غوراوي پړاو په ګروپي سیالیو کې افغانستان خپله وروستۍ لوبه له نیپال سره کوي.
د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالۍ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ په زيمبابوې کې روانې دي چې له ډلې به یې دوه لوبډلې نړیوال جام ته لار پیدا کوي.