تمه ده چې د بلخ ولایت د سوداګرۍ او صنایعو ریاست په مزار شریف ښار کې د نوي کال یا نوروز لپاره یو نندارتون جوړ کړي.
د دغه ریاست مشر شیر احمد سپاهيزاده نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه نندارتون له جوړېدو څخهیې هدف دا دی څو د افغانستان لاسي صنایعو او تولیداتو ته بازار موندنه وشي.
دغه نندارتون چې ټاکل شوې تر راتلونکو څو ورځو پورې په مزار شریف ښار کې ترسره شي د چارواکو په وینا پهکې یو شمېر کورني تولیدات او د ښځو لاسي صنایعو ته به ۴۰ بېلابېلې غرفې جوړې شي.