په کونړ کې سلکونه جریبه ځمکه د لمریزې برښنا په وسیله خړوبېږي

په کونړ کې د ځمکې د خړوب لپاره لمریزې برښنا ښه نتیجه ورکړې.

د کونړ د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنير انعام‌الله ساپي ازادي راډیو ته وویل چې په روان لمریز کال کې يې زیاتې للمي ځمکو ته د لمریزې برښنا په وسیله اوبه رسولي چې ډېره ښه نتیجه‌يې ورکړې ده.

ښاغلی ساپی وايي، په لږ مصرف‌يې زیاتې ځمکې خړوبې کړي او په راتلونکي کې هم هڅه کوي چې د پېج درې او د کونړ د سیندونو په خوا کې نورې پرتې للمي ځمکې هم د سولري برښنا په برکت اوبه کړي او د کښت وړ به‌يې وګرځوي.

نوموړی وايي، په یادو ځمکو کې اوس‌مهال باغونه جوړ شوي او هم په‌کې نور موسمې کښتونه کرل شوي چې د ځمکو خاوندان پرې خوښ دي.

د یادونې وړ ده چې د کونړ د سیند دواړو خواو ته ډېری ځمکې له سینده لوړې پاتې شوې دي چې نه تر اوسه حکومت د بنسټيزو کانالونو د جوړولو لپاره کوم کار کړی او نه هم ولس داسې څه کړي چې خپلو للمي ځمکو ته له سینده اوبه اوچتې کړي.