افغان چارواکي وايي، د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یې په پوځي عملیاتو کې د دې ولایت لپاره د طالبانو د نومول شوي والي په شمول ۱۲ وسلهوال وژلي دي.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو لهخوا نومول شوی والي ذبیحغازي په هغو وژل شویو کسانو کې شامل دی چې په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لهمنځه تللی دی.
د ښاغلي یورش په وینا په دې عملیاتو کې یو شمېر وسلهوال طالبان ټپیان شوي هم دي او حکومتي لوري ترې یوه اندازه وسلې او مهمات هم نیولي دي.
وسلهوال طالبان چې د فاریاب ولایت پر ځینو برخو کې کنټرول لري تر اوسه د دې پېښې او په ځانګړې توګه د فاریاب لپاره د خپل نومول شوي والي د وژل کېدو په اړه څه نهدي ویلي.