په دایکنډي کې ۲ وسله وال وژل شوي او یو پولیس ټپي شوی

د دایکنډي ولایت چارواکي وایي، د دې ولایت پر نوه مېش ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په حمله کې دوه وسله وال وژل شوي او یو پولیس ټپي شوی دی.

د دایکنډي د والي ویاند علي اکبر ناطقي ازادي راډیو ته وویل چې دغه حمله نن سې شنبه سهار پیل شوې وه چې تر مازیګر مهال یې دوام وکړ.

چارواکي وایي، پر دایکنډي چې نسبتاً امن ولایت دی، له ګاونډي نا ارامه ولایت ارزګان څخه ځیني وختونه وسله وال حملې کوي.