په دایکنډي کې د یوه ځوان د مړینې په تور د ملي پولیسو د یوه قوماندان په ګډون، پنځه ملي پولیس نیول شوي دي.
د دایکنډي ولایت د مرکز نیلي اړوند «دهن ویر» سیمه کې تېره ورځ یو ځوان چې ویل کېږي په نشه یي توکو هم روږدی و، وژل شوی چې سمدستي سیمې ته د امنیې قوماندانۍ سرپرست او د ترورېزم مدیر ورغلي او په دې تور یې د ملي پولیسو د یوه قوماندان په ګډون پنځه تنه پولیس نیولي دي.
د ولایت ویاند سید اکبر ناطقي ازادي راډيو ته وویل چې د نیول شویو کسانو یې پوښتني ګروېږنې پیل کړي دي.
لا روښانه نه ده چې وژل شوی ځوان څوک او د کومې سیمې اوسېدونکی و.